پاکستانی عسکرو دافغانستان دسرحدسره ترنوی افراطیانوپوری وژلی دی

پاکستانی عسکرودافغانستان دپولې سره په جگړه کې ترنوی کسانوپوری افراطیان وژلی دی . <!--[if !supportEmptyParas]--> <!--[endif]--> پوځی ماموران وائې، نن دجمعی په ورځ دجنوبی وزیرستان په قبائلی سیمه کې دجگړی په وخت کې یاغیان ووژل شول.

په لومړی پیښه کې یاغیانو په ‏(‎ له ده ‏)‎ په نامه سیمه کې په عسکری قشله باندی دتوغندیو او سپکو وسلو حمله وکړه او محاصره ئې کړه . ماموران وائې، عسکرو په ځواب کې ترشپیتو پوری حمله کوونکی ووژل . <!--[if !supportEmptyParas]--> <!--[endif]--> په دوهمه پیښه کې یاغیانو دچغملی ښارگوټوته نژدی په نظامی کتارباندی حمله وکړه . دپاکستان امنیتی قواو ځوابی ډزی وکړی .

ماموران وائې، په دغه نښته کې دشلو نه تر٣٠ پوری افراطیان ووژل شول او څلورتنه عسکر زخمیان شوید. <!--[if !supportEmptyParas]--> <!--[endif]--> دری ورځی پخوایاغیانو په جنوبی وزیرستان کې په سراروغه کې نظامی څوکې نیولی وه دهغې نه وروسته دغه ننی نښته وشوه . <!--[if !supportEmptyParas]--> <!--[endif]--> دغه سیمه دافراطی مشر بیت اله محسود چې دالقاعدی سره ارتباط لری، قوی مرکزدی. حکومت وائې، دډیسمبر په ٢٧ نیټه په راولپینډی کې دپخوانی صدراعظمی دوژلو مسول دی.