ساکاشویلي بيا د ملک د جمهوررئیس په حیث د وفادارۍ لوړه وکړه

د گرجستان نه میخاییل ساکاشویلي ددوهمې دورې لپاره د ملک د جمهوررئیس په حیث د وفادارۍ لوړه وکړه. دغه ستره نمانځنه د تبلیسي په ښار کې ترسره شوه. ښاغلي ساکاشویلي د وفادارۍ دا لوړه د پارلمان د ماڼۍ نه د باندې وکړه او د خپلو پلویانو یوې درنې غونډې ته وویل چې یې غواړي د روسیې سره خپلې اړیکې ښې کړي. ده دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې غواړي گرجستان په ناتو او اروپايي ټولنه کې شامل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وزیر ماتیو بریزا د حکومت او مخالفو گوندونو استازو سره د جمهوري ریاست د پیل د مراسمو نه وروسته وکتل. ده گرجستان ته د امریکا د حمایت ډاډ ورکړ او ټینگار وکړ چې امریکا د گرجستان یو ستراتیژیک متحد دی او ددواړو استازو نه غوښتنه وکړه چې د ازادو او منصفانه انتخاباتو لپاره چې د راتلونکي پسرلې په وروستیو وختو کې کیږي، هلې ځلې وکړي. د مخالفو گوندونو په زرگونو پلویانو په هغو اعتراضیه غونډو کې برخه واخیستله چې ددوی په نظر جمهوري انتخاباتو کې درغلي شوه وه. دغه انتخابات د سږکال د جنورۍ په پنځمه شوي وو.