د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو فدراسیون: د اقلیم بدلون، انساني ټولنو ته ډیر ستر گواښ دی

د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو فدراسیون وايي د اقلیم بدلون انساني ټولنو ته ډیر ستر گواښ دی. دغه فدراسیون چې په سویس کې موقعیت لري د راتلونکو دوو کلونو لپاره د ٣٠٠ ملیونو ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې ده تر څو د اقلیم د بدلون د هغو قربانیانو سره مرستې وکړې چې په ډیرو طبیعي افاتو او نورو مصایبو باندې اخته شوي دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنه وايي چې د اقلیم بدلون اوس یو غیر ملموس خبره نه ده، بلکه دا یوه نوې نه انکار کیدونکې پدیده ده او د نړی په ټولنو باندې یې ډیر تباه کونکې اغېزې لرلې شي.

د سره صلیب عمومي منشي، مارکو نیسکالا، وايي د اقلیم بدلون، خلک د وقایعو په وړاندې کمزوری کوي. ده وویل د اقلیم بدلون د اوبو په برابرولو کې لویې ستونزې جوړوي، د خوراکي موادو کمښت منځ ته راوړي او په روغتیا باندې نا وړه اغېزې لري.

ده وویل د هوا بدلونونه او د کنگل ویلې کیدل همدا اوس د اوبو قیمتي زیرمو ته خطر پېښوي. ده ټینگار کوي چې د حرارت بدلون کیدای شي په کرنه باندې په راتلونکو کلونو کې ناوړه اغېزې وکړي.

که چیرې د حرارت درجې لوړیږي، نو د ځنو مهمو ناروغویو اندازه هم زیاتیږي.

نیسکالا وايي: "زما په ماغزو کې داسې شک نشته چې د اقلیم بدلون هغه ستر خطر دی چې انسانان ورسره مخامخ کیږي. دا پدیده په واقعیت کې د انسانانو په کړو وړو باندې ډیرې سختې اغیزې کوي او یا ېې د نویو خطرونو سره مخامخ کوي. نو واضحه خبره ده چې یواځې د دې پدیدې په وړاندې ځواب کافي نه بریښي. که چیرې غواړو انسانان د اقلیم د بدلون د اغېزو نه وژغورو نو لازمه ده چې هڅې وکړو د ټولنو د زغم اندازه زیاته کړو."

نیسکالا وايي مونږ نه هیڅ څوک په دې نه دی قادر چې د اقلیم د بدلون په هکله کوم خاص کار وکړو، خو هغه کار چې مونږ یې کولی شو، هغه دا دی چې د هغه اغېزې کمې کړو او پرېنږدو چې دغو اغېزو نه مصیبتونه را منځ ته شي.

د جنوبي افریقا د سره صلیب د څانگې مرستیاله، استر اکوانگا، وايي چې د دې اداره کولی شي هغو ټولنو سره موثرې مرستې وکړې چې ددغې پدیدې نه متضررې کیږي. ځکه په دې اداره کې، یعنې د سره صلیب سره، په زرگونه داسې داوطلب غړي شته دي چې په همدغو ټولنو کې ژوند کوي - چیرته چې د بشري ناورین سره مخامخ کیږي.

اکوانگا وايي: "هغه کارونه چې د ټولنو لپاره کیږي دومره زیات مالي او مادي منابعو ته اړتیا نه لري. مارکو په دې کې د اچ ای وي پروگرام یادوي. د کورني یوه غړي ته یواځې دومره خبره په کارده چې دی د خپل گاونډي پوښتنې ته ورشي او ورته د ځان مینځلو او د خپل دارو درمل د خوړلو په برخه کې مرسته وکړي. دا هغه داوطلبانه غوره کارونه دي چې خلک یې په ټیټه سطح کې هم کولی شي."

سور صلیب وايي د اقلیم د بدلون د اغېزو په مقابل کې افریقا د نورو قارو په تله ډیر زیات اسیب منونکې ده. دلته بیا د ایدز او نورو ناروغتیاو ستونزه هم ډیره زیاته ده. نو ځکه هغه پیسې چې دوی یې غوښتنه کړې ده، دوه په دریمه یې دې قاره کې به ولگیږي.