پاکستان په اتمی مرکزونو کې امنیت ټینگ کړیدی

پاکستان وائې، په سرحدونو کې دافراطیانو دحملونه وروسته ئې دخپلو اتمی مرکزونو په شاوخوا کې ئې امنیت ټینگ کړیدی . ددغې اداری رئیس خالد قدوائې چې دپاکستان داتمی جبهه خانی څارنه کوی، نن دشنبی په ورځ خارجی خبریالانو ته وویل، چې دده په قول دتیارسۍ حالت زیات شویدی . لیکن هغه وویل، دقناعت وړ نظر نشته دی چې گنی پاکستان به دالقاعدی یا طالب ډوله افرآطیانو لاس ته ورشی . افراطی ډلو په دی وروستیو میاشتو کې دپاکستان په امنیتی قواواو او داستخباراتو په کارکونکوباندی حمله زیاتی کړیدی.