کوفى عنان ېوځل بېا د کېنېا له مخالف سېاسى مشر سره ملاقات وکړ

د ملگرو ملتونو پخوانى منشى کوفى عنان ېوځل بېا د کېنېان له مخالف سېاسى مشر رېلا اوډېنگا سره نن د ېکشنبى په ورځ په داسى وخت کې ملاقات وکړ په قبېلوى جگړو کې د مرگ شمېر ٥٠ ته ورسېده. دحکومت او سېاسى مخالفېنو ترمنځ دا جگړې د ر ېفټ په لوېدېزه ناوه کې شوې وې.

لږ تر لږه نهه تنه د نېواشا په ښار کې نن ووژل شول او لږ تر لږه څلوېښت تنه د ناکورو په ښار کې له هغه وخت راهېسى وژل شوى دى چې د تېرې پنجشنبى په ورځ دا جگړى پېل شوې.

ښاغلې انان پرون دشنبې په ورځ درفټ وادې ته تللی واو وروسته ئې بیا وویل، د جمهور رئیس ‏(MWAI KIBAKI‎‏)‎ دجنجالی انتخاباتو په نتیجه کې دبشری حقوقونه بی ساری سرغړونې شویدی.

د تیری پنجشنبی نه راپدی خوا چې جنگ نښتی دی، په دغه سیمه کې په لسگونوکسان وژل شویدی. قبائلی جنگیالیو یو په بل باندی دلیندو، غشواوچړو گوزارونه کول.

ځینو کسانو اورونو واچولو شول او په نیتجه کې ووژل شول . دتیری میاشتی دجمهوری ریاست دانتخاباتونه ورسته دغه اختلاف پیدا شو.

د جمهور رئیس د‏(‎KIKUYU ‏)‎ قبیله اوداوډینگا دقبیلو ‏‏(‎ KALEJIN اوLUO ‏)‎ ترمنځ دغه دښمنی پیدا شوه.

په ټوله کینیا کې لږترلږه ‏(‎٧٥٠ ‏)‎ تنه وژل شویدی. ښاغلې انان کوښښ کوی چې ددښمنو ډلو ترمنځ موافقه وکړی او ددغې موافقی له مخی به په هیواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسیږی.

یووخت کینیا پدی ستائل کیده چې ثبات پکې و.