د افغانستان د مشرانو جرگې د یوه افغان خبریال د اعدام سزا منظور کړې ده

د افغانستان د مشرانو جرگې د یوه خبریال د پاره چی د اسلام دین ته په سپکاوی کولو تورن دی، د اعدام سزا منظور کړې ده.

د افغانستان په شمال کی یوې محکمې دیرویشت کلن سید پرویز کامبخش په اسلام او قران شریف باندی د ریشخند وهلو او د هغه مضمون د توزیع کولو په تور په اعدام محکوم کړ چی وایی د اسلام پیغمبر د ښځو پر حقوقو باندی سترگی پټی کړي وې.

د مشرانو جرگې، چی په غه قضیه کی قانونی صلاحیت نه لری، پرون یوه اعلامیه خپره کړه او ددغه خبریال د پاره یې د اعدام سزا منظوره کړه.

په دغه اعلامیه کی دغه راز پر بین المللی ټولنی باندی له د ېامله ډېر سخت انتقاد سوی دی چی د افغانستان پر حکومت او عدلی سسټم باندی یې په دغه قضیه کی فشار اچولی دی.

متحده ایالاتو او د بشر د حقوقو ډلو ددغی قضیې له امله اندېښنه ښودلې ده. د اسلام د قانون په اساس چی د افغانستان په اساسی قانون کی راغلي دي، د اسلام دین ته سپکاوی کول د مرگ سزا لری.

مگر مخکی له هغه چی څوک اعدام ېږی، د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی باید هغه منظوره کړی.