د پاکستان مدافع وکیلانو او د اردو پخوانیو غړو د مشرف استعفی غوښتې ده

د پاکستان په زرهاو مدافع وکیلان او قانون پوهان د ښارونو لارو کوڅو ته را وتلي وو، د جمهور رئیس پرویز مشرف تمثالونه یې وسوځول او د پخواني قاضی القضات د بند په دوام باندی یې اعتراضونه کول.

ددغو مظاهره چیانو شمیر تقریبا څلور زره تنو ته رسیده او نن د لاهور په ښار کی را غونډ شوي وواو نارې یې وهلې چی ‏«‎ مشرفه ووځه، ووځه‏»‎ همدې ته ورته مظاهرې په پېښور، اسلام آباد او کراچي کی هم وشوې.

له بلي خوا نن د پاکستان د اردو متقاعدو لوړ رتبه صاحب منصبانو هم د ښاغلي مشرف نه وغوښتل چی استعفی وکړی او د چارو واگي پخواني قاضی القضات افتخار محمد چودری ته وسپاری.

د هوایی قواو متقاعد قوماندان اصغر خان خبر یالانو ته وویل چی چودری باید یو بیطرفه سرپرست حکومت جوړ کړی چی ددې تضمین وکړی چی دبلي میاشتي ملي انتخابات آزاد او عادلانه تر سره شی.