د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوتو وژنې په امریکا کې د اوسیدونکو پاکستانیانو په گډون د نړۍ په گوټ گوټ کې خلک ولړزول.
د نیویارک په بروکلین کې زیات شمیر پاکستانیان اوسیږي چې دا سیمه د 'لیټل پاکستان' یا 'کوچني پاکستان' په نامه مشهوره ده.
دې ټولنې اوس د پاکستان راتلوونکو پارلماني انتخاباتو او د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنو ته سترگې نیولي دي.
پاکستانیان په بروکلین کې په مکي مسجد نومی جومات کې د جمعې ورځې عبادت لپاره راټولیږي. په دې ورځو کې د نیویارک په 'کوچني پاکستان' نومې محلې کې پوره تشبث جاري دی.
زیات شمیر دکانونو خپل تلویزیونونه د پاکستان د خبري شبکو رپوټونو ته موقف کړي دي، چې د بینظیر بوتو له وژنې وروسته د پاکستان د سیاسي کړکیچ په اړه خپرونې کوي.
محمد رضوي، د پاکستانیانو د ټولنې یو محلي مشر، وایي هر سړی په دې هیله دی چې د پاکستان انتخابات سم تر سره شي. رضوي او ملگري یې نورو ټاکنو ته هم سترگې په لار دي - په نومبر کې د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات.
د هغه ټولنه د مهاجرو رای ورکوونکو نومونه لیکي، او هغه وایي د رای ورکوونکو په شمیر کې چې غواړي د امریکا د ٢٠٠٨ کال په انتخاباتو کې برخه واخلي زیات والی راغلی دی.
دا سړی د امریکا تابعت لري او وایي چې ډیره هیله لري چې د لومړي ځل لپاره د امریکا په انتخاباتو کې ونډه واخلي.
هغه وایي چې هیوادوال یې هم رای ورکونې ته انتظار دي. دلته د نیویارک په پاکستاني ټولنه کې هیڅ څوک په دې باور نه دی چې انتخابات به په پاکستان کې حالات بدل کړي.
محمد فاروقي په امریکا کې 'د پاکستان پوست' په نامه د زیات تیراژ لرونکې پاکستانۍ ورځپاڼې، مسول مدیر دی.
هغه د بینظیر بوتو د وژلو پړه د پاکستان په نظامي حکومت اچوي او وایي چې هیواد یې د دموکراسۍ په لور اوږد واټن په مخکې لري:
"مونږ په پاکستان کې هیڅکله سمه دموکراسي نه ده درلودلې. مونږ تل هڅه کوو چې دې هدف ته ورسیږو. خو اردو تل راځي او سیستم گډوډوي. د ١٩۴٧ کال راهیسې که وگورې مونږ څلور مارشلا تیرې کړې. او زه په دې خاطر په نیویارک کې ژوند کوم چې دلته مونږ دموکراسي، بشري حقوق او د امریکا د متحده ایالاتو اساسي قانون لرو."
فاروقي وایي ډیر شیان د پاکستان په انتخاباتو پورې تړلي دي. او اندیښمن دی چې که انتخابات په خپل وخت ترسره نه شي نو پاکستان به له نور تاوتریخوالي سره هم مخامخ شي.
هغه وایی: "د فبروری په اتلسمه که مونږ سم انتخابات ونه لرو او په سمه توگه دموکراسي پلې نه کړو، البته د نړیوالو روشونو سره سم، نو تاسې به په پاکستان کې سترې ستونزې ووینی. حتی ښایي کورنۍ جگړه."
د پاکستان پارلماني ټاکنې او د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات، دواړه، په دې ټولنه کې سره نغښتي دي.
مشران وایي هغه پاکستانیان چې په امریکا کې د رای ورکولو حق لري، په دې پوهیږي چې د امریکا او پاکستان ټول ټاکنې، دواړه د پاکستان راتلونکې ته ډیر اهمیت لري.