ترکېې عسکرو دعراق په شمال کې خپلو ځمکنیو حملوته دوام ورکړیدی

ترکېې عسکرو نن دشنبی په ورځ دعراق په شمال کې دیاغی کردانو په خلاف خپلو ځمکینوو حملوته دوام ورکړیدی . ترکېې مقامات دپنجشنبی دورځی نه راپدی خوا چې دکردستان دکارگرو دگوند ‏(‎PKK) په خلاف عملیات پیل شویدی پنځه عسکر او لږترلږه څلورڅلویښت یاغیان وژل شویدی .PKK وائې،دترکېې لږترلږه شل عسکر وژلی دی . مستقلی منابع دتلفاتو دغه شمیر نشی تائیدولای ځکه چې دغه عملیات په داسی غرنی سیمه کې شویدی چې خال خال خلک پکې اوسیږی .

دترکېې صدراعظم رجب طئب اردوان پرون دجمعی په ورځ وویل، ددغو عملیاتوهدف دترکېې دخلکو ژغورل دی . هغه وویل، پوځ چې یو ځل خپل هدف لاس ته راوړی نو خپلی قواوی ددغو سیمونه اوباسی . دترکېې دعسکرو هدف د‏(‎PKK‏)‎ لوژستکی اوروانی ملاتړتباه کول دی . دترکېې جنگی الوتکودعراق په غرنی سرحدی سیمه کې د‏(‎PKK ‏)‎ په قوی مرکزونو بمباری کړیده اولږشمیر قوائې دسرحد هغې خواته اوښتی ده . انقره په ‏(‎PKK‏)‎ باندی تورلگوی چې له دغو مرکزونونه په ترکېه کې دحکومتی عسکرو په خلاف حملی کوی .