د اسکار د هنري جایزو مراسم، تېره شپه د امریکا په لاس انجلس ښار کې ترسره شول. په دغه محفل کې د زړو کسانو لپاره هېڅ هېواد نشته په نامه فلم، د اسکار څلور جایزې وگټلې.
دا فلم دوه و ورونو، ایتان او جول کان جوړ کړی دی.
نورې غوره جایزې زیاتره اروپایي لوبغاړو ته ځانگړې شوې.
د بریتانوی دانیل لویس او فرانسوۍ مه غیان کوتي لغد، د غوره لوبغاړو په برخه کې د اسکار گټونکي وپېژندل شول.
همدا راز په دوهم نقش یا بشپړوونکي رول کې د اسکار جایزې اسپانیایي هاویر باردیم او بریتانوۍ تیلدا سوینتن ته ډالۍ شوې.
د خارجي ژبو په فلمونو کې د اسکار جایزه د جعلکارانو یا د کاونتر فیترز فلم ته چې یو اطریشي فلم دی، ورکړل شوه.
دا د اسکار د جایزو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د لوبغاړو څلور واړه غوره جایزې، بهرنیانو د ځان کړي دی.