د ترکیې ځواکونو د سه شنبې په ورځ هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ

د ترکیې ځواکونو د کردي یاغاینو یا د پي کی کی د گوند غړو پسی د عملیاتو په لړ کې د عراق په شمال کې د سه شنبې په ورځ هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ.

پلي پوځونه د ترکیې په خاوره کې د عراق سرحد سره نژدی د یو پول څخه تیریدل او په غرونو ختل.

دغه پوځیان د دوشنبې ورځې د ترکي ځواکونو او یاغیانو د جگړې وروسته خپله گزمه کوي.

ترکي پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې د عراق شمالي څنډه کې یې په مختلفو نښتو کې یوڅلویښت کردي یاغیان وژلي دي او په دی سره د کردي شورشیانود وژنی شمیرد رپوټ له مخې یوسلو دری پنځوسو ته رسیږي.

یاغیان ادعا کوي چې ترکیه په داسی یوه جگړه لاس پوری کړی چې کله به هم بریالۍ نشي.