د پاکستان د وژل شوي پخوانۍ صدر اعظمي بینظیر بوتو پیپلز پارټۍ غونډه کړې او په دې باندی بحثونه کوی چی د هغه ملک د آینده صدر اعظم په توگه څوک وټاکی.
په اسلام آباد کی د امریکا غږ یو خبریال وایی چی په دې غونډه کی چی نن جوړه شوې وه او په هغې کی د دې گوند نوو پارلماني وکیلانو او د گوند یوه مشر آصف علي زرداري برخه درلوده، په دې باب کومه خاصه فیصله ونه سوه.
د پاکستان پیپلز پارټۍ تیره میاشت په پارلماني انتخاباتو کی زیاتي چوکۍ وگټلې او ټاکل سوې چی نوی حکومت جوړ کړی.
ددې گوند په ډیرو معتبرو غړو کی یو د وژل سوي صدر اعظمي بینظير بوتو د اوږدې مودې همکار مخدوم امین فهیم د دې چوکۍ د نیولو د پاره تر نورو مخکی دی.
خپله آصف علي زرداري چی د نوي حکومت په جوړولو کی د پخواني صدر اعظم نواز شریف د گوند او څو نورو کوچینیو گوندونو سره په خبرو اخته دی، وایی چی نه غواړی د ملک صدر اعظم سی.
په یوه بل خبر کی ویل شوي چی نن په بلوچستان کی د یوه ځمکني ماین په چاودنه کی یو پاکستانی عسکر وژل سوی دی. او تر اوسه چا څه نه دي ویلي چی دا بم چا ښخ کړی و.