اروزگان: تر څلویښتو تنو نه زیات یاغیان وژل شوی دی

په افغانستان کی امنیتی چارواکی وایی چی د افغانستان په جنوب کی د ناتو او افغان قواوو په گډو هوایی او ځمکنیو عملیاتو کی تر څلویښتو تنو نه زیات یاغیان وژلی دی.

نن د افغانستان د د دفاع وزارت وویل چی د ارزگان په ولایت کی یی د شنبی د ورځی په عملیاتو کی یو شمیر وسلی ترلاسه کړیدی.

دغه وزارت په دی جنگ کی د وژل شوو یاغیانو شمیر ونښود، خو امنیتی چارواکی وایی چی د یوه قوماندان په شمول تر څلویښتو زیات یاغیان وژل شوی دی.

په افغانستان کی د امریکا په مشری د ایتلاف قواوی وایی چی په کندهار کی د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی د ایتلاف قواوو دوه عسکر وژل شوی دی.

د ایتلاف قواوی وایی چی د دوی عسکرو د افغان عسکرو سره یو ځای گزمه کوله چی د دوی موټر د سړک د غاړی په ماین وربرابر شو، دغه ماین په هغه سړک کی ښخ شوی و چی د موټرو تگ رانگ پری زیات و.

د ایتلاف د قواوو منسوبینو د دغو وژل شوو عسکرو هویت ندی برملا کړی.

په یوه بل تشدد کی د جوزجان په ولایت کی یو ولسوال د شنبی په ورځ په چړو وهل شوی او وژل شوی دی. پولیسو تر اوسه قاتل ندی نیولی.

چارواکی گمان کوی چی په دی حمله کی یاغی طالبان لاس لری.