په هلمند کی په ېوه زراعتی مارکېټ باندی په حمله کی اته کسان وژل شول.
د افغانستان په جنوب کی د بزگرانو د ېوه مارکېټ سره نږدی د موټر بم په ېوه چاودنه کی اته کسان مړه شوی او اولس ېې زخمېان شوی دی.دا پېښه نن د هلمند ولاېت په گرېشک ولسوالئ کی وشوه. د هلمند د امنېې قوماندان، محمد حسېن انډېوال، خبرېالانو ته ووېل چه د موټر بم د ودچاودنی په وخت په دغه سېمه کی د حکومت عسکر نه ؤ موجود.
ښاغلي انډېوال ددی حملی مسوولېت د طالبانو په غاړه واچوه او د فرانسې خبری اژانس هم راپور ورکړ چه طالبانو ېې مسوولېت په خپله غاړه اخېستلی دی.
د دوشنی په ورځ طالبانو په هرات کی د پولېسو په ېوه گزمه باندی ناڅاپی حمله وکړه چه څلور پولېسان او دوه ملکی خلک ېې ووژل.
د دوشنبی په ورځ د افغانستان دفاع وزارت اعلان وکړ چه زابل کې ېې ېو گڼ شمېر طالبان په جنگ کی ووژل.
طالبانو اوس په پوره زور د افغان، ناتو او امرېکا په مشرئ د اېتلافی قواو په خلاف خپلی حملی زېاتی کړی دی.