د تورخم په ښارګوټي کې یو نوی استخباراتي مرکز جوړ شوی دی

په لومړي ځل دپاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم په ښارګوټي کې د دواړو هیوادونو ترمنځ استخباراتي مرکز چې د خیبر دپولې ګډ انسجام نوم ورکړل شوی، تیره ورځ دپټۍ په پریکولو سره پرانستل شو.

ددغه ګډ استخباراتي مرکز د جوړیدو هدف دادی تر څو ډیورینډ کرښې دواړو غاړو ته دامنیتي ځواکونو ترمنځ لا زیاته همغږي رامنځته شي، ددی مرکز له لارې به د ترورستي پيښو او دنشه يي توکو دلیږد او رالیږد مخه ونیول شي.

دا مرکز چې د امریکا په مشرۍ دایتلافي ځواکونو په مټ جوړ شوی، د افغانستان، پاکستان او ایتلافي ځواکونو شل کار کوونکي به پکې کار کوي، په پام کې ده چې پنځه نور استخباراتي مرکزونه به هم دپولې په اوږدو کې جوړ کړلای شي.