مقتدا الصدر په بغداد کې پلان شوی مظاهری کولو نه مخه و گرځوله

په عراق کې شیعه ملا مقتدا الصدر په بغداد کې د چهارشنبې په ورځ پلان شوی مظاهری کولو نه مخه وگرځوله.

رویترز خبري اژانس د صدر د فتر څخه د خپری شوی اعلامی له مخی لیکلي چې ښایې په مظاهره کې د مقتدا الصدر پلویان بریدونه وکړي.

صدر تر دی وړاندی خبر ورکړی و چې د هغه په وینا په عراق کې د امریکا د پنځم کال د ماتی لمانځنه وکړي.

د صدر پلویان وایې چې عراقی پولیسو پایتخت ته د هغوی د تللو مخه نیولی ده خو پدی اړه پوره معلومات نشته. عراقی او امریکایې ځواکونه د بغداد په صدر ولسوالۍ کې د شیعه وسله والو پر ضد لاهم خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

یکشنبې ورځی رادیخوا تر اوسه په هغه سیمه کې لږترلږه دوه ویشت کسان وژل شوي دي.