پاکستان دهند دجاسوس په دار ځړول ځنډولی دی

پاکستان دمشکوک هندی جاسوس اعدامول دامرئې ثانی پوری ځنډولی دی په داسی حال کې چې مقامات دهغه په بخښنه باندی غورکوی . سراب جیت سنگه کورنې دهغه دبخښنی لپاره مبارزه کوی او وائې، دی دغلط هویت قربانی شویدی . دهغه خپلوان تیره میاشت له هندنه دپاکستان دلاهور ښارته سفرکړیدی چې دی په ځندان کې ووینی .

پاکستانی مقاماتو سراب جیت سنگه په ‏(‎١٩٩٠ ‏)‎م کال کې پدی شک ونیوچې دبمونو په هغو چاودنوکې ئې لاس لاره چې لږترلږه څوارلس تنه د لاهور په ښار کې وژل شوی وو. په ده باندی په ‏(‎١٩٩١ ‏)‎ م کال کې داعدام حکم شوی و. پاکستانی ماموران وائې، جمهوررئیس پرویز مشرف به فیصله وکړی چې سنگه به په داروځړول شی اوکه نه مگر داعدام نیټه نده ټاکل شوی . ښاغلی مشرف پخوا دسنگه دعفوی غوښتنه ردکړی وه مگر وروسته دهغه داعدامولونیټه چې داپریل لومړی نیټه وه ، وځنډول شوه .

دسنگه کورنی وائې، هغه په غلطی کې له سرحدنه په داسی حال کې تیرشو چې شراب ئې څکلی واونشه و. دهند حکومت هم دهغه دعفوی غوښتنه کړیده .