د آیرلنډ صدر ا‏عظم نن له واک څخه لرې کیږي

د آیرلنډ و صدراعظم، برټي اهیرن د واک دوره نن د سه شنبې په ورځ پای ته رسیږي. ٥٦ کلن برټي اهیرن تیره میاشت وروسته له هغه خپله استعفا اعلان کړه چې پر ده باندې تور ولگول شو چې په ١٩٩٠م کال کې یې له تجارانو نه پیسې خوړلي دي.

ښاغلي اهیرن پر ده باندې لگیدلي تورنه رد کړي، خو ویلي یې دي چې نه غواړي ددغه لانجې له آمله خپل حکومت پریشان کړي.

له ده وروسته به د مالیې وزیر براین کووین د صدراعظم په توگه دنده اجرا کوي.

ښاغلي اهیرن د روغې جوړې په هغو خبرو کې مرکزي رول درلود چې په شمالي آیرلنډ کې یې د څلورو لسیزو راهیسې روان تشدد پای ته ورساوه.

صدر اعظم برټي اهیرن په مسلسل ډول د درې دورو لپاره د آیرنډ صدراعظم ؤ او دا د اروپا په تاریخ کې د صدراعظم په توگه د یوه کس تر ټولو اوږده دوره ده.