د امرېکا پوځ وايي ډېر ژر به له عراق نه ٣٥٠٠ عسکر چې تېرکال د عسکرو د زېاتوالى د پروگرام په ترڅ کې لېږل شوي ول، له عراق نه وباسى.
په ېوه خبر لېک کې وېل شوېدى چې دامرېکا د درېمى پېاده فرقې عسکر به په څو راتلونکېو اونېو کې له عراق نه واېستل شى.
په عراق کې د څلوملېتى قوې قوماندان برېد جنرال ډان الېن وايي له عراق نه په منظم ډول د اضافى لواگانو اېستل په دغه هېواد کې د پرمختگ څرگندونه کوى.
ددغو پنځه دېرش سوه عسکرو اېستل دامرېکا د هغه پلان سره برابر کاردى چې لږتر لږ ه د شل زرو عسکرو اېستل له عراق نه د جولاى تر اخر پورې بشپړ کړى.
تېره مېاشت د امرېکا جمهور رئېس جورج بش امر وکړ چې له عراق نه د جولاى له مېاشتى نه وروسته د عسکرو اېستل وځنډوي.
هغه په عراق کې دپاتې ١۴٠ زرو امرېکا ېې عسکرو په اېستلو باندى (۴٥) ورځى بندېز ولگاوه.