پاکستانی خبریال د افغانستان سره په سرحدي سیمه کی وژل سوی دی

د پاکستان د یوه تلویزیون خبري سرویس وایی چی وسله والو کسانو د افغانستان سره په سرحدي سیمه کی ددوی یو خبریال وژلی دی.

د اکسپریس نیوز ټي وي په نامه د پاکستان د خصوصي تلویزیون مامورین وایی چی محمد ابراهیم نن د پنجشنبې په ورځ د یاغیانو د یوه قوماندان سره د مرکې نه وروسته بیرته را ستون سوی و او پر خپل موټرسایکل سپور و چی د باجوړ د خار په ښارگوټي کی وسله والو کسانو ډزي ورباندی وکړې او ویې واژه.