په اسرائیلو کی پولیسو په یوه اسرائیلی والاصله ایرانی باندی دا تور لگولی چی ایران ته ئی د اسرائیلو دفاعی معلومات ورکول.
د مطبوعاتو رپوټونه وائی گمان کیږی چی دغه سړی په استانبول کی د ایران د استخباراتو له یوه جاسوس سره ارتباط لاره او هغه ته ئی د هغه اشخاصو نومونه ورکول چی د اسرائیلو په استخباراتو او امنیتی ادارو کی کار کوی.
د پولیسو مقامات وائی دا مشکوک سړی ددی میاشتی په لمړیو کی و نیول شو او نن د یکشنبی په ورځ په رسمی ډول په تل ابیب کی تورن وپیږندل شو.
د مشکوک د هویت په باره کی معلومات ندی ورکړل شوی.