برما: شخصی موسسات اوس کولی شی چه د قربانېانو سره کومک وکړی

د ملگرو ملتونو د مرستو د رسولو دفتر واېې چه دبرما نظامی مقاماتو نن خپل پخوانی سخت موقف کړ او ټولو هغو خارجی کارکوونکو ته وېزی ورکړی چه خلکو سره د بشری مرستو لپاره دغه هېواد ته ځی.

د برما دنېو لېټ اف مېمار په نوم ېوې حکومتی ورځپانی نن راپور ورکړ چه شخصی موسسات اوس په ازادئ سره کولی شی چه دسمندری طوفان دقربانېانو سره کومک وکړی، او د نارگس په سمندری طوفان کی زپل شوو ټولو هغو سېمو ته سفر وکړی چه خلک ېې مرستو ته ضرورت لری.

مخکی ددی نه د برما نظامی حکومت اصرار کاوه چه خارجېان دې فقط مرستی راورسوی او دبرما پوځ به په خپله په خلکو باندی تقسېموی.مگر دې کار د مرستو د ر سولو جرېان ډېر بطی کړی ؤ او چا ته په خپل وخت لازمی مرستی ونه رسېدلی.

د ملگرو ملتونو عمومی منشی بان کېمون شخصا برما ته په روانه هفته کی سفر وکړ او دبرما حکومت ېې وهڅوه چه د مرستو درسولو لپاره دې دخېرېه موسساتو کارکونکي پرېږدی چه خپل کار وکړی، کوم شرط او قېد باېد ونه لگوی.

ېوې فرانسوی کښتئ چه د برما لپاره په بشری مرستو باندی بار ده نن دتاېلند په پهوکېټ سمندری ساحل کی لنگر واچوه.