جېمز ډابنز وايى امرېکا په عراق او افغانستان کې په ملت جوړونه بوخته ده

په واشنگټن ډى سې کې د نړېوالو ستراتېژېکو مطالعاتو او څېړنو مرکز سى اېس اى اېس، د جون په څلورمه نېټه، تر غرمى وروسته، د خپلو څېړنو په لړکې پخوانى سفېر او په افغانستان کې د جمهور رئېس بش خاص استاځى جېمز اېف ډابنز ته بلنه ورکړې وه، چې په بېارغونه او ملت جوړونه باندى خبرى وکړى.

پخوانى سفېر ډابنز اوس د رانډ په څېړ نېزه موسسه کې د نړېوال امنېت او د فاعى چارو مسوول دى.

جېمز ډابنز د امرېکا د حکومت له خوا نه د افغانستان د مخالفو سېاسى گوندونو سره مرکې او جرگې کولى چې په نتېجه کې ېې په بن کې د افغانستان موقت حکومت منځته راغى.

هغه د ٢٠٠١ مېلادى کال د ډېسېمبر په شپږمه نېټه په کابل کې د امرېکا سفارت بېا پرانېست.

په واشنگټن ډى سې کې د نړېوالو ستراتېژېکو مطالعاتو او څېړنو مرکز سى اېس اى اېس ېوه معتبر سېاسى سلا کار رېک بارټن چې له ښاغلى ډابنز سره ېې په گډه د بېار رغونى په برخه کې څو ټوکه کتابونه لېکلى دى ښاغلى ډابنز حاضرېنو ته په لنډ ډول معرفى کړ.

هغه په دې برخه کې داسى ووېل: "ماته د ډېرو کلونو راهېسى دا فرصت په لاس راغلى دى چى له جېمز سره دهېتى او بالکان د هېوادونو په مساېلو کار وکړم او د افغانستان او عراق په برخه کې له هغه سره گډ کار او تبادل نظر وکړم. هغه ماته هر وخت داسى ښکاره شوېدى چې په مساېلو خبر دى، ستراتېژېک فکر کوى، فکر ېې عملى جنبه لرى، او د هغه غټه اندېښنه دکار له نتاېجو سره وى."

ښاغلي ډابنز په دغه وېنا کې د امرېکا د ملت جوړونى او بېا رغونى په نقش باندى په جاپان او جرمنى کې خبرى وکړى او وې وېل چې له هغو د رسونو او نتاېجونه په افغانستان او عراق کې د بېارغونى په بهېر کې څنگه کار اخېستل کېدلى شى.

هغه په دې برخه کې د ملگرو ملتونو په نقش باندى چې په نړى کې ېې د سولى ساتلو او سولى د منځته راوستلو په برخه کې لرى هم خبرى وکړى.

جېمز ډابنز ووېل چې دى په عراق کې د امرېکا د اجرااتو څارنه کوى.

هغه په دې برخه کې داسى ووېل: "هلته ېو په بل پسى له ستونزو نه ډک او نه اټکل شوى مساېل منځته راغلل اوهمدارنگه ېې ځوابونه او د حل دلارى د موندلو لپاره هم په عملى اقداماتو پېل وسو. او په حقېقت کې دالومړى ځل نه و چې امرېکا له داسى مساېلو سره مخامخېدله بلکه دا اوم ځل و."

چې په ېوه لسېزه کې امرېکا دېته اړشوه چې ېوه ټولنه ازاده کړى او بېا ېې ودانه کړى. هغه ووېل چې په ١٩٩١ مېلادى کال کې موږ کوېت ته ولاړو چې د صدام حسېن نه ېې وژغورو، او ترهغى وروسته موږ هېتى، سومالېې او بوسنېا ته ولاړو.

موږ کاسوو ته ولاړ او بېا په ٢٠٠١ مېلادى کې افغانستان ته ولاړ. او بالاخره ورپسې موږ په ٢٠٠٣ مېلادى کال کې عراق ته ولاړو. هغه زېاته کړه چې ددغو اوو ټولنو له جملى نه شپږ ټولنى اسلامى دى. ېوازېنى ټولنه چې په هغه وخت کې امرېکا ورسره په ملت جوړونه کې مرسته وکړه چې بېا ېې ودانه کړى هغه د هېټى ټولنه ده.

سفېر ډابنز زېاته کړه کله چې امرېکا په ٢٠٠٣ مېلادى کې عراق ته ولاړه نو په ټوله نړى کې ېې تر بل هر چا په ملت جوړونه کې تجربه زېاته وه.

دلته له سړى سره دا پوښتنه پېدا کېږى چې له دومره تجربې سره، سره او د ومره تکرر او تجربى سره کارونه څنگه په داسى بدو ډول اجراکېږى.

هغه په دې برخه کې داسى ووېل: "که سړى له ځان نه دا پوښتنه وکړى چې دا کار موږ څوځلى کړېدى او سره له دې ېې هم په دومره بد ډول سرته رسوو، دا ولى؟ نو ځواب ېې دادى چې موږ دملت جوړونى کار ته په جدى نظر او د خپل مامورېت د مرکزى برخى په توگه نه و کتلى."

ددى په نتېجه کې موږ وغوښتل چې دملت جوړونى په کار کې په مسلکى ډول پرمختگ وکړو او پراخه اړخونه ېې په نظر کې ونېسو.

له کوم وخت راهېسى چې په ٢٠٠٢ کې زه رانډ ته راغلى ېم نوپه دې کار کوم چې کوم درسونه موږ په دې برخه کې زده کړېدى او ېا دا چې کوم درسونه مو پکارده چې زده کړى واي. هغه کتابونه چې دلته لېکل شوېدى په هغوکې دا تجربى راټولى سوېدى.

د امرېکا تجربه په ملت جوړونه کې له جرمنى او جاپان سره له دوېمى نړېوالى جگړې نه وروسته پېل شوه. د جرمنى ملت جوړونه په دغه برخه کې د ېو طلاېې معېار حېثېت لرى او نور په دې تله نشى تلل کېدلى.

ماهران وايي جرمنى ېوه غربى ټولنه وه؛ پخپله ېې هم د دېموکراسى ېو څه تجربه لرله او شاوخواته ېې نورې دېموکراسى وې نوځکه هلته کار اسانه و. په همدى سبب د ا تجربى بل چېرته خصوصاپه افغانستان او عراق کې نشى تطبېق کېدلى.

خو مهمه خبره دا ده چې د جاپان بېارغونه داسى وه چې دغه مثبت اړخونه ېې نلرل. جاپان غربى ټولنه نه وه اوشاو خوا ته ېې هم ددېموکراسۍ لرونکى حکومتونه نه ول؛ او نه ېې خپله ددېموکراسى تجربه لرله. خو په جاپان کې بېارغونه او دېموکراسى ډېر ه پر مخ ولاړه.

هلته چې هغه ټولنه په کوم ډول جوړه شوه او پر مختگ ېې وکړ هغه ېوغوره مثال دى. د ملت جوړونى ېوڅه معېارونه چې په هغو باندى د ېوې ټولنى کا مېابى او ناکامى سنجول کېدلى شى هغه په عمومى ډو ل دا دى چې هلته ېو منتخب او دخلکو نماېنده حکومت منځته راشى. امنېت موجود وى.

دوامداره سوله موجوده وى او د دېموکراسى دتقوېې موسسات موجود وى. اوس امرېکا له ٢٠٠١ مېلادى کال راهېسى په افغانستان کې په ملت جوړونه او دامن په راوسلتو بوخته ده اوله ٢٠٠٣ مېلادى راهېسى په عراق کې مصروفه ده.

امرېکا ٢٠٠۴ مېلادى کا ل کې په هېټى کې هم په ملت جوړونه بوخته وه. په افغانستان کې امرېکا په کمو امکاناتو باندى په ملت جوړونه بوخته پېل کړى و نتېجه ېې دا ده چې هلته دملت جوړونى کارونه هم په ډېر بارز ډول پر مخ ندى روان. او امنېت هم پکى کم دى.

ښاغلى ډابنز په خپلو پېشنهاداتو کې ووېل چې د اوږدې مودى د اهدافو د سرته رسولو لپاره په ملت جوړونه کې د لوړ پوړه چارواکېو شخصى عزم او د مسوولو ادارو جوړښت او تشکېل ېوه مهمه مسله ده.

ددوامدار پرمختگ لپاره دبنېادى اجرااتو اوپه هغو پورې تړلو مسلکى اشخاصو موجودېت او مسلکى پوهه لازمى کاردى.

ښاغلى ډانبنز زېاته کړه هغه بدلونونه چې په افغانستان کې راغلى دى هغه وخت دوام موندلى شى چې په افغانستان کې دهغه ملک د ملى اردو او پولېسو روزنه دوام وکړى او بشپړه شى. دغه ادارې کولى شى چې امن او ثبات راولى اوثبات تقوېه کړى ددى په رڼا کې ښوونځى وده وکړى، سړکونه جوړ سى او اقتصادى وده منځته راشى او سوله دوام وکړى.