په چین کې د زلزلې له آمله راپیدا شوی جهیل، نورو ټکا نونو لړزولی دى

په چین کې د زلزلې نورو ټکا نونو هغه جهیل لړزولی چې د تیرې میاشتې د قوي زلزلې له آمله رامنځته شوی او په زرگونو کورونه یې د سیلاب له خطر سره مخ کړي دي.

امریکايي زلزله پوهانو ویلي چې د ریختر په اندازه پنځه اعشاریه صفر درجې د زلزلې تازه ټکان د سیچوان په زلزله ځپلی ولایت کې پیښ شوي او دغه جهیل ېا لوى ډنډ هم په سېچوان کې واقع دی.

د یکشنبې په ورځ هم په همدغه اندازه د زلزلې قوى ټکانونو دا سیمه لړزولې وه. سیمه ییز چارواکي وايي چې د زلزلې تازه ټکانونو پر جهیل ډیر تاثیر نه دی کړی خو د سینهوا خبري آژانس ویلي چې اوسنۍ وضعه ډیره خطرناکه ده.

د یکشنبې په ورځ د جهیل په مخکې پرتې غټې ډبرې د راکټ په فیرونو ماتې کړې چې په جوړو شویو تر ځمکې لاندې ویالو کې ددغو اوبو د بهېدو جریان قوي شي.

خو له دې هر څه سره د اوبو سطحه مخ په لوړه روانه ده. د جهیل له کوزې خوا نه تقریبا ٢٥٠ زره کورونه نورو سیمو ته لیږدول شوي دي خو لا تر اوسه ډیرې نورې کورنۍ له خطر سره مخ دي.