لندن: په سلگونو لارئ چلوونکو  په مظاهرو لاس پورې کړ

د بریتانیی په سلگونولارئ چلوونکود چهارشنبې په ورځ د لندن په مرکزي برخو او د پارلمان ودانۍ مخی ته د تیلو د لوړۍ بیې له امله په مظاهرو لاس پورې کړ.

پولیسو د لندن ښار ته د ورتلو لویه لاره تړلې وه او د لاریو چلوونکي یې په یوځای کې راټول او بیایې د ښار مرکزي برخې ته رهنمایې کړل.

په لسگونو تنه نور مظاره کوونکی چې د ځان سره یې د تیلو په اړه عدالت وکړئ شعارونه لیږدول د موټر چلوونکو په پلوې راوتلي وو.

د باروړلو کمپنیو موټر چلوونکي وایې چې د هغوئ کار د تیلو د لوړۍ بیې چې یو لیتر یی یو اعشاریه دیرشو پونډو ته رسیدلی خطرناکه شوی ده.

په دی سره یوه گلن تیل په څه کم لسو امریکایې ډالرو پلورل کیږی.