په اسلام اباد کې چاودنه: د قربانیانو جنازه

نن د پاکستان په اسلام اباد کې د یکشنبې د ورځې په چاودنه کې د قربانیانو د جنازې مراسم سر ته ورسیدل. پدې چاودنه کې پنځلس پولیسان ووژل شول.

د جنازې مراسم د راول پندي او اسلام اباد په ښارونو کې تر سره شول. نن څیړونکو د چادونې سیمه وکتله او د حمله کونکي په باب یی د شواهدو د راټولو هڅه وکړه.

د پیښې ځای ته په لسهاو څیړونکو مخه کړې وه او ترژور غور او کتنې لاندی یی نیولې وه. د باران له کبله د وینې ځینی نښانونه پرې مینځل شول.

ددی حملې مسولیت چی د کال تر ټولو خونړی حمله بلل شوی او لسگونه نور یی ټپیان کړل، ت راوسه چا په خپله غاړه ندی اخیستی.