د افغانستان د انتخاباتو د
مستقل کمیسون چارواکي وایې سره لدې چې د انتخاباتو لپاره مقدماتي کارونه پیل شوي
خو که چیرته په ټول هیواد کې امنیت ټینگ نشي نو نشی کولای چې د قانون سره سم
ټولټاکنې ترسره کړي.
هغه دا ومنله چې په یو شمیر ولسوالیو کې امنیت نشته خو په هره ولسوالۍ کې د نوم ثبت کولو یو مرکز شته او هغه کسانو چې تراوسه یې خپل نومونه ندي ثبت کړي هلته ثبت کړي.
ښاغلی لودین وایې که څه هم د ټولټاکنو لپاره یو کال پاته دی خو که بیا هم امنتیي وضعیت سم نه وي دوی به د انتخابات بهیر پیل نه کړي.
هغه دا هم وویل چې ډیر هغه کسان چې د جمهوري ریاست لپاره تراوسه کاندید شوي د افغانستان د معیارونو سره برابر ندي.