افغان چارواکي وایی چی کلیوالو د فاریاب په ولاېت کی دوه یاغي طالبان وژلي دي
ددغي ولاېت مامورینو نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی یاغیانو پرون وغوښتل چی دقېصار په اولسوالى کې د مرستو کارکونکي وتښتوي چی کلیوال د هغوی سره مخامخ سول، دوه تنه یې په کی ووژل او لس تنه نور وتښتیدل .
رپوټونه وایی چی یو یاغي هغه څوک و چی طالبانو په پټه دغه ولایت ته د والي په توگه ټاکلی و .
د ناتو په مشري قواو وویل چی هغوی د لوگر په ولایت کی د طالبانو یو غړی محمد داود رحیمي چی د ځان مرگو د بمونو حملې یې ترتیبولې وژلی دی .