ملگري ملتونه خپل غېر ضرورى ماموران له ډارفر نه بل ځاې ته لېږى

ملگرو ملتونو خپل ېو شمېر غېر ضرورى پرسونل د سوډان د ډار فر له سېمى نه اېستلى دى.

دغه کار ددې وېرې نه شوېدى چې د سوډان پر جمهوررئېس عمبر بشېر باندى د نړېوالى محکمى له خوانه د قتل عام تورونه لگول شوېدى او ښاېې دا کار په سوډان کې د شدېد سېاسى عکس العمل سبب شى.

دنړېوالى جناېې محکمى مشر څارنوال ددوشنى په ورځ غوښتنه وکړه چې محکمه دې د ښاغلى بشېر خلاف د قتل عام، د بشرېت خلاف او جنگ د جراېمو د لسو پېښو په سردهغه د توقېفولو امر صادر کاندى.

د نړېوالى جناېې محکمى څارنوال لووېس مارېنو اوکامپو، د سوډان پر مشر باندى دا تور لگولى دى چې د سوډان په ډارفور کې ېې دسو ډان د خلکو خلاف دمرگ، زنا باالجبر اوپه زور باندى له ملک نه د شړلو مبارزه پېل کړېده.

د سوډان حکومت سمدلاسه دغه تورونه رد کړل او وې وېل چې ددوى حکومت نړېواله جناېې محکمه په رسمېت نه پېژنى. خو د حکومت چارواکى واېې چې د ملگرو ملتونو ماموران چې په سوډان کې کار کوى هغوى ته به ستونزى پېدا شى او ضرر به ور ورسول شى.

ملگرو ملتونو وېلى دى چې دوى به د سولى ساتنى اقداماتو ته ادامه ورکړى. که څه هم تېره اونى اوه تنه سوله ساتونکى دافرېقاېې اتحآد د گډې قوې له جملى نه ټوپک والاو ووژل.

رپوټ وايى په ډارفور کې دمرگ ژوبلى ېوې خواته د حکومت قواوې دى او بلې خواته د جنجوېد ملېشه ده. په دغه کورنى جنگ کې تقرېبا ٣٠٠ زره کسان وژل شوېدى او لږ تر لږه دوه ملېونه کسان نور له ٢٠٠٣ مېلادى راهېسى بې کوره شوېدى.