د پاکستان د وژل شوي صدراعظمې پخوانی محافظ د هغه ملک په جنوب کې وژل شوی دی.
پولیس وايي، ناپیژندل شوو وسله والو د کراچۍ په ښار کې پر خالد شهنشاه باندې د هغه د کور مخې ته ډزې وکړې او ویې واژه.
پولیس وايي، د پیښې په باب تحقیق کوي.
خالد شهنشاه په هغه صحنه کې د میرمن بوټو د امنیتي محافظینو په جمله کې و چې هغه د تیر ډسمبر په میاشت کې اسلام آباد ته نږدې د یوې ځانمرگي حملې او ډزو په ترڅ کې ووژل شوه.