د پاکستان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په سوات کې درې د پوځ د استخباراتو درې ماموران په گولیو ویشتلي او وژلي یې دي.
چارواکي وايي، دا پیښه د دوشنبې په ورځ د سوات مرکزي ښار، مینگورې ته نږدې وشوه.
دغې پیښې د حکومت او افراطیانو تر منځ د سولې هغه تړون زیانمن کړی چې د مۍ په میاشت کې رامنځته شوی و.
همدارنگه د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني د دوشنبې په ورځ وویل، که امریکا د پاکستان پر یوې سرحدي کلي باندې توغندی ویشتلی وي نو دا د پاکستان د ملي حاکمیت خلاف کار دی.
جمهور رئیس جورج بوش پرون له صدراعظم گیلاني سره په سپینې ماڼۍ کې وکتل او ویې ویل چې امریکا د پاکستان د ملي حاکمیت ملاتړ کوي.