د سارک غونډه په سریلانکا کې پیل شوه

ټاکل شوې ده چې په کولمبو کې د جنوبي آسیا د هیوادونو د رهبرانو د غونډې په یوه برخه کې د هند او پاکستان مشران هم د دواړو هیوادونو تر منځ د راپیدا شوي تاوتریخوالي په باب خبرې وکړي.

دا به په تیرو ١٥ میاشتو کې د دواړو هیوادونو تر منځ په لوړه سطحه خبرې وي.

د هند او پاکستان په دې وروستیو وختونو کې اړیکې له هغه وروسته لانجمنې شوې چې په کشمیر کې د گډ سرحد پر سر د دواړو هیوادونو قواوو جگړه وکړه او همدارنگه په کابل کې د هند سفارت مخې ته ځانمرگې حمله وشوه چې ۴١ تنه پکې ووژل شول.

هند د پاکستان پر استخباراتي ادارې، آی.ایس.آی تور لگولی چې په دغې حملې کې یې لاس درلود خو پاکستان دغه تور رد کړی دی.

د سارک په غونډه کې افغانستان، پاکستان، هند، بنگلدیش، سریلانکا، بوتان، مالدیو او نیپال گډون لري.

د هند د بهرنیو چارو وزیر، پرناب مکرجي ویلي، ټاکل شوې ده چې د سارک په غونډې کې به پر سرحدونو باندې د تروریزم د مخنیوي یو تړون لاسلیک شي.

په غنډه کې به د سیمې د هیوادونو تر منځ د سوداگرئ او د خوراکي او د سون د موادو د بیو په اړه هم خبرې کیږي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قصوري د جمعې په ورځ د سارک ددغې غونډې پر ایجنډا انتقاد وکړ او ویې ویل، په غونډه کې پر ټولو هغو مسایلو خبرې نه کیږي چې دغه ټولنه یې مسئولیت لري.

ایران په لومړي ځل د سارک په غونډه کې د ناظر هیواد په توگه گډون لري.