القاعده د خپلو کېمېاوى او بېولوژېکى وسلو د ماهر مرگ تائېدوى

القاعده دا خبره تصدېق کړېده چې ددوى د کېمېاوى او بېولوژېکى وسلو ماهر دامرېکا په هغه بمبارى کې ووژل شو چې په پاکستان کې ېې کړې وه.

دغى ډلى ېوه بېانېه خپره کړېده او نن ېې په خپله وېب پاڼه کې خپره کړېده. دغه بېانېه وايى چې دا بم جوړوونکى ابو خباب المصرى نومېده.

په بېانه کې وېل شوېدى چې درى نو جگړه ماران او دهغوى ماشومان هم وژل شوېدى. خو ددې خبرى معلومات پکى ندى ورکړل شوې چې کله او څنگه مړه شول.

په افغانستان کې دالقاعده قوماندان مصطفى ابو الېزېد دغه وېنا لاسلېک کړېده. په بېانه کې وېل شوېدى چې المصرى دهغو اتلانو په منځ کې و چې داسى شاگردان ېې پرېښى دى چې دهغه بدل به واخلى.

ددغه خبر لېک درواغ اورېښتېا دکومى مستقلى منبع له خوانه نشى تائېد کېدلى.

د پاکستان چارواکى وايى دوى په دې عقېده چې المصرى دهغو کسانو له جملى نه و چې دتېرې اونى په هواېې بمبارى کې په جنوبى وزېرستان کې ووژل شو. دغه سېمه دافغانستان سرحد ته نېژدى پرته ده.