د ښځو د فوټبال دغه ټورنمنټ چې د چهارشنبې په ورځ د کیانگډو په ښار کې پیل شو، په (جي) گروپ کې ناروې له متحده ایالاتو سره لوبه وکړه. د ناروې لوبغاړو د لوبې په لومړنیو څلورو دقیقو کې دوه گوله وکړل او متحده ایالاتو ته یې ماتې ورکړه.
په همدې گروپ کې د جاپان او نیوزیلنډ تر منځ لوبه په دوه ـ دوه گولونو مساوي پای ته ورسیده. ددغو ټیمونو د مساوي راتلو له آمله د امریکا ټیم ته ددې تمه پیدا شوې چې کیدای شي د لوبو بل پړاو ته ورسیږي.
بل خوا، د جرمني او برازیل د ټیمونو تر منځ په لوبه کې یوې خوا هم گول ونکړ او لوبه مساوي پای ته ورسیده. همدغو دواړو ټیمونو تیر کال د نړیوال جام په اتلولیو کې د فاینل لوبه کړې وه.
د ښځو د فوټبال په (ایف) گروپ کې شمالي کوریا د صفر په مقابل کې د یوه گول په کولو سره د نایجریا ټیم ته ماتې ورکړې او په خپل گروپ کې له نورو ټیمونو نه مخکې شوی دی.
په (اي) گروپ کې کوربه هیواد چین د یو گول په مقابل کې د دوو گولونو په وهلو سره سویډن ته ماتې ورکړې ده. کاناډا هم د یو گول په مقابل کې د دوو گولونو په کولو سره ارجنټاین ته ماتې ورکړې.
ددغه ټورنمنټ لومړی پړاو د راتلونکې سه شنبې په ورځ پای ته رسیږي. ټاکل شوې ده چې په المپیک کې د ښځو د فوټبال د فاینل لوبه د اگست په ٢١ د پیکنگ د کارگرو په میدان کې وشي.