د کابل په برید کې درې کسان وژل شوي دي

په افغانستان کی مقامات وایی نن په کابل کی د ناټود قواو پر یوه کاروان باندی د موټر بمب په ځان مرگې حمله کی لږترلږه درې تنه ملکیان وژل شوي دي.

پولیس وایی په دغه حمله کی د ناټود یوه عسکر په شمول لږترلږه دوولس تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو ددغی حملې مسولیت اخیستی دی.

دمتحده ایالاتو په رهبری ایتلافی قواوی وایی پرون د اوروزگان په ولایت کی په بمباري کی اته تنه ملکیان او پنځه ویشت تندروان وژل شوي دي.

د ایتلافی قواو په یوه اعلامیه کی نن ویل سوي دي چی یاغیان د ایتلاف په قواو باندی له یوې حملې نه وروسته یوه مرکز ته په شا شوي وو او پوځیانو پرته له دې چی په دې خبر وي چی یاغیانو د ماشومانو په شمول یوولس تنه یرغمل کړي دي په هغوی باندی د هوایی حملې غوښتنه کړې وه.

د افغانستان جمهوریس حامد کرزي د بین المللی قواو نه غوښتي دي چی د ټروریسټانو په ضد جگړې کی خپله ستراتیژی بدله کړي او وایی چی د ناټو او متحده ایالاتو په بمباریو کی یوازي ملکیان وژل کېږي.

ښاغلي کرزي پرون په کابل کی خبریالانو ته وویل چی د ټروریزم جگړه د افغانستان په کلیو ونه شی بلکه د پاکستان په هاخوا قبایلی سیمو باندی باید حملې وسي چی تندروانو مرکزونه ، د پټېدلو ځایونه او د روزلو کمپونه پکی جوړ کړي د ي.

د افغانستان مشر دغه راز وویل پاکستان پر افغانستان باندی د سرحد دها خوا د حملو د مخنیوی دپاره پوره کوښښ نه کوی. پاکستان دغه تور ردوی.

ښاغلي کرزي دغه تبصرې په هغه ورځ وکړې چی د افغانستان مقاماتو اعلان وکړ چی د شنبې په ورځ د خارجی عسکرو او طالبانو ترمنځ په نښتو کی د کاپیسا په ولایت کی لږترلږه یوولس تنه ملکیان وژل شوي دي.

د افغانستان او ناټو مقامات ددغو رپوټونو په باب تحقیقات کوی. خو ناټو وایی فکر نه کوی چی په هغه پېښه کی یو ملکی سړی هم وژل شوی وي.

د اکبر په نوم یوه موسسه چی په افغانستان کی د مرستو د تقریبا سلو موسسو نمایندگي کوي وایی چی په روان کال کی په جنگونو کی پنځه ویشت سوه تنه وژل شوي دي چی له هغې جملې نه زر تنه ملکیان دي.