په کشمیر کی مقامات وایی امنیتی قواو هغه لس تنه وژلي دي چی نن یې د هند تر کنټرول لاندی سیمه کی د مسلمانو جدایی غوښتونکو په رهبری مظاهره کی برخه اخیستې وه.
درې تنه مظاهره کونکي د بنډی پوره په ښارگوټي وویشتل سول او نور کسان د سری نگر په جنوب کی په یوه جلا مظاهره کی ووژل سول.
د نن ورځی مظاهرې د هغه بندیز سره سره وسوې چی پرون د کشمیر د جدایی غوښتونکي مشر شیخ عزیز او دریو تنو نورو د وژل کېدلو څخه وروسته لگول سوی وو.
پولیسو غوښتل د هغو زرهاو مظاهره کونکو مخه ونیسی چی غوښتل یې د پاکستان تر کنټرول لاندی کشیر پر لور مارش وکړي.
د کشمیر جدایی غوښتونکو مشرانو دغه مارش د دوی په قول د هندو افراطیانو د اقتصادی محاصرې پر ضد د اعتراض کولو داپره رابللی دی.