د پاکستان د جمهور ریس پرویز مشرف سره سیاسی ملاتړ وار په وار کمېږی او یوې بلي صوبایی اسامبلې هم هغه ته د نه باور د رایی ورکول کېدلو ږغ کړی دی.
د صوبه سرحد ایالتی اسامبلی نن د څلورو رایو په مقابل کی په ١٠٧ رایو دغه پرېکړه صادره کړه. د پنجاب ایالتی اسامبلې پرون د پنځه ویشتو په مقابل کی په ٣٢١ رایو دغه ته ورته فیصله وکړه.
انتظار کېږی چی د پاکستان نوری دوې ایالتی اسامبلی هم په راتلونکو څو ورځو کی دغه ته ورته فیصلې وکړی.
که څه هم چی د پاکستان اساسی قانون دا حکم نه کوی چی ښاغلی مشرف دي د اعتماد رایه ترلاسه کړي خو د ایالتی اسامبلیو دغه راز پرېکړي پر هغه باندی د استعفی کولو داپره سیاسی فشار زیاتوی.
د پاکستان په ملی اسامبلی کی د حاکم ایتلاف طرفدار د هغو تورونو یو لیست جوړوی چی جمهور ریس مواخذه کړی.
د جمهور ریس مشرف یو نطاق وایی هغه به استعفی و نه کړی.