په پاکستان کی سږکال انفلاسېون دومره لوړ شوی دی او گرانی دومره زېاته شوی ده چه ددغه هېواد په بی وزلو خلکو باندی ېې اقتصادی فشار زښت زېات کړی دی.
د سه شنبی په ورځ د پاکستان د حکومت مامورانو اعلان وکړ چه سږکال په جولاېې کی کلنی انفلاسېون په سلو کی څلورېشت فېصده لوړ شوی ؤ چه د جون د مېاشتی په مقاېسه په کی دری فېصده زېات والی راغلی ؤدی.
ځېنی اقتصاد پوهان واېې چه د تېلود نرخونو د لوړېدلو له امله دا انفلاسېون اوس د حد نه زېات لوړ شوی دی او د خوراکی موادو نرخونه دتېر کال په نسبت دېرش فېصده لوړ شوی دی دی.
د پاکستان مرکزی بانک تېره مېاشت د انفلاسېون د لوړېدلو دمخنېوی په منظور فېصله وکړه چه دبانکونو د پورونو سود دېارلس فېصده لوړ کړی.
د عامه افکارو د معلومولو ېوه امرېکاېې موسسه واېې چه ډېر پاکستانېان اوس په خپل ملک کی د انفلاسېون
او خوراکی موادو د نرخونو دلوړېدلو په باب اندېښمن دي.
د انټر نشنل رېپبلکن انستېتوت په نامه دا موسسه په خپل ېوه تازه راپور کی واېې چه په سلو او ېا فېصده پاکستانېان د انفلاسېون په هکله پرېشانه دی او په سلو کی ېې دوه اوېا فېصده واېې چه د پرو سږکال په مقاېسه ېې ژوند سږکال ډېر خراب شوی دی.