د کرزي ویاند: افغانستان پاکستان سره ښې اړېکې غواړې

د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي ویاند، همایون حمید زاده، نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف د استعفی په هکله وویل چې دوی له پاکستان سره ښې اړېکې غواړې - دا چې پرویز مشرف جمهور ریس وي او که نه، هغه وویل چې د افغانستان په پالیسۍ کې کوم تغیر ندی راغلی.

او د پاکستان له هر چارواکي هیله لري چې له تروریزم سره په جګړه کې جدي اوسي.

هغه همدا ډول وویل چې د پاکستان د ملکي حکومت هر تصمیم د افغانستان په اړه د احترام وړ دی.

همایون حمید زاده دا ډول د پاکستان د پوځ د مشر جنرال اشفاق کیاني راتګ افغانستان ته راتګ د پاکستان د پخواني جمهور ریس مشرف له لری کېدو سره هیڅ تړاو نلري.

حمید زاده دا ډول وویل چې نوموړی به د افغان، ناټو او پاکستاني ځواکونو په دری اړخیزه امنیتي کمیسیون کې چې په کابل کې یې غونډه کېږي ګډون وکړي او د امنیتي ستونزو په سر به سره خبری وکړي.

حمید زاده دا ډول وویل چې نوموړی له ولسمشر کرزي سره نه ویني ولې له نورو افغان امنیتي چارواکو سره لېدنې کوي