ائتلافي قواو په هرات کی ٣٠ یاغیان وژلي دي

د امریکا اردو وایی چی د امریکا په مشري ائتلافي قواو د افغانستان په لویدیځ کی د یاغیانوپه یوه ځای باندی په یوه حمله کی ٣٠ یاغیان وژلي دي.

د امریکا د اردو یوې نطاقي وویل چی په دې حمله کی چی نن د جمعې په ورځ د شینډنډ په ولسوالي کی وشوه پنځه یاغیان ژوندي هم نیول شوي دي.

ائتلافي قواو په دې ځای کی ډیري وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.

دا لا سمدستي نه ده معلومه سوې چی په دې حمله کی ملکي خلک وژل سوي دي که نه.

له بلي خوا د امریکا اردو ویلي دي چی په هوایي حملو کی یې چی پرون یې د لغمان په ولایت کی پر یاغیانو باندي وکړې ٣٠ یاغیان ووژل.