د امریکا په مشري ائتلافي قواوي وایی چی عسکرو یې د افغانستان په جنوب کی په درو ورځو جگړو کی څه د پاسه سل یاغیان وژلي دي.
ائتلافي قواو نن د پنجشنبې په ورځ په یوه بیانیه کی وویل چی افغان او ائتلافي قواوو ددوشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کی گزمه کوله چی د یاغیانو له خوا ورباندی څو ځلی حملې وشوې.
ائتلافي چارواکي وایی چی دوی هم متقابلي حملې وکړې او هوایی ملاتړ یې وغوښت. دا جگړه نن هم روانه ده.
مخکی د افغانستان ددفاع دوزارت مامورینو ویلي وو چی افغان عسکر د هلمند د ولایت د نادعلي په ولسوالي کي د یاغیانو سره په جگړه اخته دي او رپوټونو ویلي دي چی څو تنه یاغیان وژل شوي دي.
له بلي خوا افغان چارواکو ویلي دي چی د افغانستان امنیتي قواو د ناتو د قواو نه د کابل د قوماندې د تسلیمۍ چاري پیل کړي دي.
مامورین وایی چی د امنیتي چارو دغه تسلیمي یو سیمبولیک اقدام دی او د افغان عسکرو مخ په زیاتیدونکی قوت تمثیلوي.
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د همدې اوړي په سر کی دا اعلان کړی و خارجی عسکر به د کابل په ځینو سیمو کی خپلو گزمو ته دوام ورکړی .
همدا اوس د افغانستان پوځ شپېته زره عسکر لری او ویل کیږی دا شمیر به نور هم پسې زیات شي.