فراه کې پر امنیتي کمپنۍ برید کې ١٥ تنه وژل شوي

د افغانستان مقامات وايي، طالبانو د فراه په ولایت کې د امنیت ساتنې د یوې امریکايي کمپنۍ پر کاروان باندې حمله کړې او لږ تر لږه ١٠ طالبان او پنځه افغان امنیت ساتونکي وژل شوي دي.

د فراه والي وايي، دغه کاروان ایتلافي قواوو ته اکمالات رسول چې په فراه کې ورباندې حمله وشوه. له جگړې وروسته، درې امنیت ساتونکي تښتول شوي دي.

پرون هم یوه ځانمرگه په کندهار کې په چاودېدونکو موادو بار موټر د یوې شخصي امنیتي کمپنۍ له کاروان سره وجنگاوه او لږ تر لږه دوه تنه پکې ووژل شول او د افغانستان په ختیځ کې په دوو جلا پیښو کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي وو.

همدارنگه ایتلافي قواوو نن وویل چې د کاپیسا په ولایت کې یې په عملیاتو کې لس تندروان وژلي او د خوست په ولایت کې یې د جلال الدین حقاني د یوه قومندان پر مرکز باندې د حملې پر وخت یې دوه تندروان نیولي دي.

روان کال په افغانستان کې د امریکايي قواوو لپاره د ٢٠٠١م کال راهیسې تر ټول خونړی کال دی.