نن د استرالیا د یوی محکمی قضایه هیات شپږ تنه مسلمانان په هغه هیواد کی د تررستي حملو په تور محکوم کړل.
ددې شپږو تنو محاکمه شپږ میاشتی د مېلبورن په ښار کی روانه وه.
قضایه هیات د استرالیا په تاریخ کی د تررستی پیښو په تر ټولو لویی محکمې کی د دوه و نورو مسلمانانو قضیی هم تر غور لاندی نیولې دی چی په اړه به یی پریکړه وروسته اعلان شي.
پر دې ډلی باندی دا تور دی چی غوښتل یی د فوتبال د لوبو په دوران کی تررستی حملې تر سره کړی.
د ډلې مشر عبدل ناصر بن بریکا خپلو ملاتړو ته پر ملکي خلکو باندی د حملی زده کړی ورکولې.