په اسلام آَباد کې زوروې چاودنې لږ تر لږه ۴٠ تنه وژلي

د پاکستان په پایتخت اسلام آَباد کې پولیس او عیني شاهدان وايي، په یوې لوې چاودنې کې لږ تر لږه ۴٠ تنه وژل شوي دي.

دغه چاودنه نن د شنبې په ورځ د ماریوټ هوټل مخې ته وشوه، که څه هم ددغه غربي هوټل کلک امنیت نیول شوی و. پولیس وايي، ددې امکان شته چې د چاودنې له آمله د مړو شمیر نور هم زیات شي. عیني شاهدانو خبریالانو ته ویلي، چې چادونه د یوه موټر بم له وجې شوې ده. ژورنالستان د پیښې په ځای کې ډیر مړي لیدلي دي.

تلویزیوني چینلونو دغه هوټل وښوده چې اور یې اخیستی دی. د هوټل مخې ته د چاودنې په ځای کې پر سرک باندې ژوره کنده جوړه شوېده.

دغه چاودنه د لمر له لوېدو وروسته په داسې حال کې شوې چې د روژه ماتې لپاره هوټلونه پرانیستل شوي وو.

عیني شاهدان وايي تر ډیرې لارې ځایونو پورې یې د چاودنې غږ اورېدلی او په خلکو کې وېره خپره شوې ده.

دغه چاودنه له هغه لږ وروسته وشوه چې د پاکستان نوي جمهور رئیس آصف زرداري د ملک پارلمان ته وویل چې حکومت به د تروریزم او افراطیت په خلاف مبارزې ته دوام ورکوي.

تر اوسه هیچا ددغې حملې مسئولیت نه دی اخیستی، خو د القاعدې ډلې څو ورځې مخکې خبرداری ورکړی و چې په پاکستان کې به د امریکا پر منافعو نورې حملې کوي.

مخکې له دې، په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر یوې گزمې باندې ځانمرگې حمله شوې او لږ تر لږه شپږ تنه پکې وژل شوي دي.

د پوځ مقاماتو نن د شنبې په ورځ وویل چې په پیښه کې درې عسکر او د یوه ماشوم په شمول درې ملکي کسان وژل شوي دي.

د پوځ یوه نطاق وویل چې دغه گزمه میرانشا ته روانه وه چې د میرعلي په سیمه کې ورباندې حمله وشوه.

تر اوسه چا ددغې حملې مسئولیت ندی اخیستی.

ددغې پیښې څو ساعته وروسته، پوځ اعلان وکړ چې یو بله گزمه یې په جنوبي وزیرستان کې چې واڼې ته روانه وه، په بم وربرابره شوې او په پیښه کې لږ تر لږه دوه عسکر وژل شوي او درې نور زخمیان دي.

له بلې خوا، پوځ وايي، په باجوړ کې په روانو عملیاتو کې د جمعې د ورځې راهیسې ١٦ تنه تندروان وژل شوي دي.

په باجوړ کې د په روان عملیاتو کې په سلگونو تندروان وژل شوي دي.

پولیسو پرون د جمعې په ورځ وویل چې په بلوچستان کې د یوې مدرسې په داخل کې چاودنه شوې او پنځه تنه پکې وژل شوي دي.

په چاودنه کې لږ تر لږه ١٠ تنه نور زخمي شوي دي. د پیښې اکثره قربانیان د مدرسې طالبان وو.