کوردي یاغیانو ١٥ ترکي عسکر وژلي

د ترکیې پوځ وايي، کردي یاغیانو د ترکیې په جنوب ختیځه برخه کې د دوی ١٥ عسکر وژلي دي چې دا په تیرو څو میاشتو کې د یاغیانو تر ټولو مرگانۍ حمله گڼل شوې ده.

پوځ وايي، یاغیانو د جمعې په ورځ د عراق سرحد ته نږدې د عسکرو پر یوه پوسته باندې حمله وکړه. د ترکیې مطبوعات وايي، جگړې څو ساعته دوام درلود چې یاغیانو پکې له درنې وسلې نه کار اخیستی و.

مقامات وايي، د حملې په نتیجه کې دوه ترکي عسکر لادرکه شوي او ٢٠ نور ټپیان دي.

په دغه جگړې کې د کردستان د آزادۍ د غورځنگ یا ‏(‎پي.کې.کې‏)‎ ٢٣ جنگیالي وژل شوي دي.

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان ویلي، د ١٥ ترکي عسکرو د وژل کیدو خبر خواشینی کړی او ویلي یې دي چې جدي عکس العمل به وښيي. ښاغلي اردغان ویلي، ددغه پیښې له آمله به ترکمنستان ته خپل سفر رالنډ کړي.