نړیوالو قواوو د کندهار او کنړ په ولایتونو کې څو تنه تندروان وژلي دي.
په کندهار کې د ناټو قواوې وايي، د پنجوايي په ولسوالۍ کې د دوی پر یوه گزمه باندې وسله والو حمله وکړه چې وروسته د ناټو قواوو ځوابي هوايي حمله وکړه.
له بلې خوا ایتلافي قواوې وايي، د غزني په ولایت کې یې په عملیاتو کې دوه تندروان وژلي دي.
او د کنړ په ولایت کې ایتلافي قواوې وايي، د جمعې په ورځ یې په دغه ولایت کې درې تندروان وژلي دي.