ټاکل شوې ده چی هند او پاکستان هغه تاریخی تجارتی لاره بیرته پرانیزی چی د وېشل شوی کشمیر سره وصلوی.
سبا به په څه باندی شپېتو کالو کی د لومړي ځل لپاره د هند او پاکستان تر کنټرول لاندی کشمیر د دواړو خواو ترمنځ د لاری موټرونو تگ راتگ پیل شی.
دواړو هیوادونو، چی ددغی سیمی په سر یې دوه ځله جنگونه سره کړي دي، تېره میاشت ددغی تجارتی لاري د بیرته پرانیستلو سره موافقه وکړه.
په کال ٢٠٠٥ کی د وېشل شوي کشمیر ترمنځ د بسونو تگ راتگ د هند او پاکستان ترمنځ تاو تریخوالي د کمېدلو نه وروسته پیل شو.