افغان چارواکی د هغو رپوټونو تحقیقات کوی چی نن شل کسه افغان امنیتی منسوبین د امریکا په مشری د اییتلافی قواوو په هوایی بمباری کی وژل شوی دی.
د امریکا پوځ د دی بمباریو په اړه چی د غزنی په ولایت کی یی د طالبانو مرکزونه په نښه کړی و، کومه تبصره نه ده کړی.
چارواکی همدا شان نن په کابل کی د ډی ایچ ایل په نړیوال پوستی شرکت کی د ډزو تحقیقات کوی چی د دی شرکت دوه تنه مامورین چی یو یی د برتانیی او بل یی د جنوبی افریقا ؤ ووژل شول.
چارواکی وایی چی د دی ایچ ایل د شرکت یوه افغان محافظ د شرکت په محلی ریس او مرستیال ډزی وکړی او ویی وژل، دغه محافظ وروسته بیا خپل ځان وواژه.
پولیسو دیارلس کسه د تحقیقاتو لپاره نیولی چی په هغو کی د ډی ایچ ایل د شرکت منسوبین او محافظین هم پکی شامل دی.
چارواکیو د دی پیښی علت نه دی معلوم کړی. طالبانو ویلی چی په دی پیښی کی دوی لتاړ نه دی.