پاکستاني پولیس وایی نن د کوټې د ښار په غربي څنډه کې د یوه موټر بم په چادونه کې دوه تنه وژل شوِي دي.
د پولیسو یوه لوړ رتبه مامور وویل دا بم د موټر درولو هغه ځایته نږدی وچاودید چې شا و خوا یی دولتي دفترونه او د ایران قونسلگري پرته ده.
هغه وویل پدی پیښه کې د ریکشا یو چلونکی او یو بل کس وژل شوی او لس تنه نور ټپي شوي هم دي.
تر اوسه چا ددې حملې مسولیت په خپله غاړه ندې اخیستی.
کوټه د پاکستان هغه برخه ده چې پکې د تاوتریخوالو او تشدد محدودې پیښې تر سترگو کیږي او په افغانستان کې حمله کونکي طالبان هم ترې د ځالې په توگه کار اخلي.
بل خوا، د پاکستان امنیتي مامورین وایی دوه هغه توغندي چی د مشکوکې بې پیلوتې الوتکې نه د یکشنې په ورځ ناوختي گوزار شو د افغانستان سره په سرحدی قبایلي سیمه کې د تندلارو پر یوې ځالی برابر شوی او پکی لږ تر لږه شل تنه وژل شوی دی.
مامورین زیاتوي چی د تندلارو د روزنی او مهماتو دا قرارگاه په جنوبي وزیرستان کی پرته ده چی د پاکستان د طالبانو لوی قوماندانان بیت الله مسعود هم پکی دیره و. امریکایی چارواکو تر اوسه دا خبر ندی تایید کړی.
بل پلو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي چې دواړه پاکستان او
افغانستان پدې پوهیږي چی د سرحد په اوږدو کې تشدد ته باید د دیپلوماسۍ له لارې
دپای ټکی کیښودل شي.
هغه نن د امن د جرگې د پرانستې په مراسمو کې چې په اسلام اباد کی د قبایلي مشرانو په گډون تر سره کیږي د وینا په ترڅ کی دا خبرې وکړې.