د لندن او پاریس بازارونه درې په سلو کې وختل. خو د فرانکفورت بازار څلور په سلو کې لوړ شو. د جاپان د نیکي شاخص د تړلو په وخت کې شپږ په سلو کې لوړ ختلی ؤ.
په عین حال کې په هانگکانگ کې د هانگ سنگ شاخص د هفتې په موده کې له ډیرو تاوانونو نه وروسته ١۴ په سلو کې وخوت. د امریکايي اسهامو لپاره هم د ختلو هیله کیږي.
د اروپايي ملکونومشران خپلو هلو ځلو ته زور ورکوي او غواړي چې خپلو بازارونو سره چې جنجال سره مخ دي مرسته وکړي.
د بریتانیې صدر اعظم گوردن براون نن پاریس ته روان دی تر څو د فرانسې د جمهور نیکولاس سرکوزي سره خبرې وکړي.
همدارنگه د جرمني صدر اعظمه انجیلا مرکل غواړي د پنجشنبې په ورځ د بریتانیې د صدر اعظم ښاغلي براون سره وگوري.
په امریکا کې د مالي بازارونو لپاره د سختو مقرراتو غوښتنه کیږي کومو چې په اوس وخت کې ددغه بحران عاملین بلل کیږي.
د نیویارک د اسهامو د تبادلې د مرکز پخوانی رئیس ریچارد گراسو او د امریکا د مرکزي بانک پخوانی رئیس الان گرین ددوشنبې په ورځ وویل چې دغه مفکوره چې بازارونه به په خپله ځانونه تنظیموي نوراعتبار نه لري.